تازه خبرونه

د كابل پوليس وايي چې د ترهګریزو بریدونو په تور یې يوه ډله نيولې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 

د كابل د امنيې قوماندان وايي چې په کابل ښار كې يې د وروستيو ترهګریزو بریدونو په تور يوه ډله نيولې چې د كابل د پنځمې حوزې په سيمه كې یې د محكمې د یوه محرر او يوه پوليس د ترورولو په هکله اعتراف هم کړی دی.

د كابل امنيې قوماندان مل پاسوالعبدالرحمن رحيمي وايي چې د پلازمينې د امنيت د خونديتوب په موخه يې له نورو امنيتي ارګانونو سره په ګډه پلان جوړ كړى دى چې په وینا يې د عملي کولو لپاره یې تازه هڅې پیل کړي دي.

د هغه په وینا د همدغو عملیاتو په لړ کې يې د کابل د ابتدایه محکمې د دویم زون د تحریراتو د امر او په میرویس میدان کې د یوه پولیس د وژنې او بل د ټپي کولو په تور يې یوه ډله نیولې ده.

نیول شوي کسان وايي چې له پلازمینې سر بیره دوی په سويل ختيځو ولايتونو كې هم وسلوال فعالیتونه اوبریدونه کړي دي.

د کابل امنیتي مسولین وايي چې د پیل کړیو عملیاتو په لړ کې يې د ترهګریزو فعالیتونو او جنايي جرمونو په تور یو اتیا کسان نیولي دي.

Trending

Exit mobile version