سیمه ییز خبرونه

د كابل پوهنتون په پښتو او دري څانگو كې به د دكتورا تر كچې د زده كړو بهير پيل شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو  پوهنځي په پښتو او دري څانگو كې به په راتلونكي كال كې د دكتورا تر كچې د زده كړو بهير پيل شي.

د لوړو زده كړو وزارت وايي:

په پام كې ده، چې د  دكتورا په كچه زده كړې به په راتلونكي كې د كابل او ولايتونو پوهنتونونو ته هم پراخې شي.

چارواكي وايي:

د دكتورا په كچه د زده كړو بهير به نور محصلان اړ نه كړي، چې بهر ته د زده كړو د دوام لپاره ولاړ شي.

د لوړو زده كړو وزير عبيدالله عبيد وايي:

د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي په پښتو او دري څانگو كې به د دكتورا په كچه د زدكړو پيل د مسلكي ښوونكيو د وړتياوو په لوړلو كې ډېره مرسته وكړي.

نوموړى زياتوي:

د زده كړو  دا درې كلن پړاو به د ژبو او ادبياتو د پوهنځي دېرش تنه كدري غړي  پر مخ وړي.

د لوړو زده كړو وزير زياته كړه:

د دكتورا او ماسترۍ په كچه به د زده كړو بهير د كابل  او نورو ولايتونو اړوندو پوهنتونو ته هم په راتلونكې كې وغزول شي او د نورو هېوادونو محصلان به هم وكړاى شي، چې خپلې زده كړې د افغانستان په پوهنتونونو كې بشپړې كړي.

د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو او دري څانگي په ۱۳۳۵ لمريز كال كې را منځته شوي، چې دا مهال په كې نږدې دېرش استادان، چې د ماسترۍ او دكتورا په كچه يې زده كړې كړي، په دندو بوخت دي. د دې پوهنځي په بېلابېلو ديپارتمنتونو كې دا مهال څه د پاسه زر زده كوونكي زده كړې كوي.

Trending

Exit mobile version