پرمختګ او بشپړتیا
د كابل ژوبڼ رغنيز كارونه د ايكو سازمان پرمالي مرسته تر سره شول
د كابل په ژوبڼ كې د ايكو اقتصادي سازمان له يو ميليون د ډالرو پرلگښت يو شمېر رغنيز كارونه شوي، چې په دغه ژوبڼ كې څېړنيز مركز له ستونزو وژغورل شي.
د ايكو اقتصادي سازمان مالي مرسته او رغنيز كارونه د كابل ښاروالۍ له خوا تر سره شوي، چې نن يې د كابل ښاروال له خوا رسمې پرانسته وشوه او گټې اخيستنې ته وړاندې شول.
د كابل ښاروالۍ د چارواكو په وينا:
ددغه ښاراوسني نفوس ته په كتو په پام كې لري، چې د ژوبڼ تفريحي ساحې ته پراختيا وركړي او په نړيوالو معيارونو يې ورغوي
د كا بل ژوبڼ د مسوولينو په وينا:
په دغه ژوبڼ كې له د ې وړاند ې گڼي ستونزې وې، چې اوس يې دغه ستونزې د نو يو ودانيو په جوړيد و تر يو بريد ه حل شوي.
د كابل ژوبڼ مسوول عزيز گل ثاقب وايي:
په د غه څه نا څه دوه ميليون امريكايي ډالرو يې په دغه بڼ كې يوڅېړنيزمركز، يو حيواني روغتون، د حيواناتو لپاره لازمې پنجرې او يو شمېراداري خوني جوړي كړي، چې په دې به په شته ستونزو كې څه نا څه لږوالى راشي.
نوموړى وايي د م گړۍ په دغه ژوبڼ كې ۴۵۰ په بېلابېلو بڼو ژوي(حيوانات) موجود دي، چې خلك يې ليدو ته راځي.
قاقب همدا راز وايي:
دغه څېړ نيز مركز نه يوازې دا، چې له تفريحي پلوه اړين دى، بلكې له اقتصادي پلوهم دغه ژوبڼ د پام وړلاسته راوړه نه لري.
نوموړى وايي، چې:
تېركال يي ۵۰۰ زره سېلانيان درلوده، چې څه باندې (۷) ميليون افغاني عا يد مو درلود ه او له همدغه عايد څخه د ژوبڼ شته ټولې ستونزې حليدلې او حليږي.
د ژوبڼ مسوولين وايي، چې:
هڅه كوي په روان كال كې له د ې هم خپل عا يد زيات كړي .
د كابل ښاروال محمد يونس نوانديش وايي، چې:
د ژوبڼ لپاره د ودانيو جوړونه لويه لاسته رواړنه ده.
د كابل ښاروال وايي:
د كابل اوسني نفوس ته په كتو د ژوبڼ د غه ساحه كا في نده او په پلان كې لري، چې دغه ژوبڼ ته نوره پرختيا هم وركړي .
د يا دونې وړده، چې د كابل ژوبڼ په كال ۱۳۴۶ل كې د وخت د ټولواك محمد طاهر له خوا جوړشوى، چې د نړيوالو ژوبڼونو عضويت هم لري.
د دغه ژوبڼ د مسوولينو په وينا:
يوشمېرهېواد ونو د ژوبڼ د شته ستونزو د حل په برخه كې د مرستې ژمنه كړې ده، چې دغه ژوبڼ به په نړيوالو معيا رونو برابرجوړ كړي .