سیمه ییز خبرونه

د كابل ښار د ده دانا په روغتيايي مركز كې د بيات بنياد ځواكمن خوراكي توكي ووېشل شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له خوارځواكو ماشومانو سره د بيات بنياد  د ځواكمنو خوراكي توكو مرسته دا ځل د كابل ښار د ده دانا په روغتيايي مركز كې  د دغه بنياد د مرستيال حاجي محمد اسمعيل لخوا ووېشل شوه.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل د مرستو د ويش پرمهال وويل، چې:

د دغه بنسټ د داكترانو گرځنده ډله هم په دې سيمه كې د ناروغانو درملنه كوي او په وړيا توگه درمل وركوي.

د ده دانا د روغتيايي كلينيك آمر په اوسنيو شرايطو كې پر ماشومانو  د ځواكمنو خوراكي توكو وېش ډېر اړين گڼي او وايي، چې:

دا كار د ماشومانو د مړينې د كچې په ټيټوالي كې ډېره مرسته كوي.

بيات بنياد په ۱۳۹۲ل كال كې له خوارځواكه ماشومانو سره مرسته خپل كاري لومړيتوب وگاڼه او په مركز او ولايتونو كې د هغو كورنيو له ماشومانوسره، چې د خوارځواكۍ له ناروغۍ ځوريږي د ځواكمنو خوراكي توكو مرسته كړې او دا بهير په مركز او ولايتونو كې روان ساتل شوى دى.

د روغتيايي سرچينو د پلټنې له مخې د بېلابېلو ناروغيو له كبله د مړو شويو ماشومانو شمېر دولس اعشاريه شپږ ميليون تنو ته رسيږي، چې پنځوس سلنه يې د خوارځواكۍ پر لامل د ژوندانه له خوږو بې برخې شوي دي.

Trending

Exit mobile version