تازه خبرونه
د كابل ښار د كلاچې په سيمه كې چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن سهار اوونيمې بجې(د وري ۳۱) د كابل ښار د كلاچې د سپين پله په سيمه كې چاودنه رامنځته شوه.
د كابل ښار د پوليسو قوماندان جنرال ظاهر ظاهر پېښه منلې او وايي:
چاودنه د هغه بم له كبله رامنځته شوې، چې د كرنې وزارت د كارمندانو پر موتر تپل شوى و.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه كې پېنځه تنه ټپيان دي، چې د دوه تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
تر دې دمه د چاودنې مسووليت چا په غاړه اخيستى نه دى.