سیمه ییز خبرونه

د كابل ښار د نوي ماستر پلان پلي كول ديكتاتوري غواړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ښار جوړولو وزارت وايي:

د كابل ښاروالۍ په همكارۍ د كابل ښار د نوي ماستر پلان تطبيق ترتيب شوى، خو د اړوند بنسټونو همكاريو ته په كې اړتيا ليدل كيږي.

د دغه ماستر پلان لومړۍ برخه به په ۲۵ كلونو كې تطبيق او مكروريانونه به د كابل تر هوايي ډگر پراخ شي.

د دې وزارت د مسوولينو په وينا، يوه مياشت وړاندې د مكروريانونو د پراختيا په موخه سروې پيل شوې او د سروې له پاى ته رسيدو وروسته به د كابل تر هوايي ډگره د مكروريانونو د پراختيا كار تركلونو ځنډ وروسته له سره پيل شي.

د ښار جوړولو وزير حسن عبدالهي وايي:

د ښار جوړولو وزارت د كابل ښار په څلورم مكروريان كې د دوه ويشتم بلاك د استوگنې اپارتمانونه، چې كارونه يې د يوه كال په تېرېدو بشپړ شول، په مستحقو كسانو ووېشل او د پنځلسم بلاك كارونه، چې له ۱۳۸۶ل كال را پديخوا دريدلي ول، بېرته له سره پيل شوي دي.

د ښار جوړولو وزارت ساختماني مرستيال انجنير امرالدين سالك وايي:

د كابل ښار پخوانى ماستر پلان، چې په ۱۹۷۸م كال كې د دوه ميليون وگړيو لپاره ترتيب شوى و، د جگړو د دوام له كبله پلى نه شو او د ښار زياتې سيمې  خپلسرو كورونو ونيولې او د هوا له ككړتيا سره هم دې چارې زياته مرسته وكړه.

د نوموړي په وينا، د نوي ماستر پلان د تطبيق لپاره، چې د زياتو وگړيو لپاره په پام كې نيول شوى، ديكتاتوري په كار ده، له دې پرته به د دغه ماستر پلان د تطبيق په وړاندې ستونزې وي.

په افغانستان كې جگړو د نورو ستونزو تر څنگ د استوگنې د ميعياري ودانيو د نه شتون ستونزه هم را منځته كړې، چې خلك يې له جدي ننگونو سره مخ كړي دي.

د ښار جوړولو وزارت د ودانيو د جوړولو د څو پروژو له لارې، چې په كابل او نورو ولايتونو كې په پام كې دي، غواړي د خلكو د استوگنې ستونزه لږ كړي.

Trending

Exit mobile version