سیمه ییز خبرونه

د كابل ښار د پېنځلسمې ناحيې د كوڅو پخولو چارې پيل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كابل ښاروالي وايي، تر راتلونكيو شپږ مياشتو به د كابل ښار د پېنځلسمې ناحيې د نږدو نويو كوڅو د پخولو چارې بشپړې شي.

دا پروژه د جايكا موسسې او د خلكو په ونډه بشپړيږي.

كابل ښاروال محمد يونس نو انديش د سې شنبې په ورځ(د غويى۱۷) د خيرخانې مېنې په ۱۵ ناحيه كې د ۸۸ كوڅو د كانكريتولو چارې پرانيستې.

كابل ښاروال وايي، چې:

په دې كار به ۳ اعشاريه ۶۴ ميليون دالره ولگول شي، چې ۴۲ سلنه يې د سيمې اوسيدونكي او نور د جايكا موسسې له خوا وركول كيږي.

د كابل ښاروال زياتوي، دا لړۍ تېركال د كابل په څو نورو ناحيو كې بشپړې شوي،  چې  د خلكو ستونزې تر ډېره له منځه تللې دي.

نوموړى دغه راز وايي، چې د كابل ښار په ۲۳ ناحيو كې د كاناليزاسيون د تنظيم په موخه يو پلان په پام كې دى، چې په عملي كيدو به يې د ښاريانو گڼې ستونزې حل شي.

د كابل ښاروالۍ  دغه راز ژمنه كوي، چې د كابل د چهارقلعه، چهاردهي او چهلستون سړكونو د جوړولو چارې به تر راتلونكيو لس مياشتو بشپړې شي.

د يادونې وړ ده، چې پر كابل ښاروالۍ د  ژمنو د نه عملي كولو له كبله تل نيوكې موجودې دي.

Trending

Exit mobile version