سیمه ییز خبرونه

د كابل ښار غازي استيديوم د فوتبال فدراسيون ته وسپارل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر په فرمان او د وزيرانو شورا د 23 مصوبه له مخې د كابل ښار غازي استيديوم فوتبال فدراسيون ته وسپارل شو.

ورزشكاران به له دې وروسته په پلازمېنه كابل كي د تمريني ځايونو د نشت والي له كبله گيلې ونكړي.

د افغانستان د فوتبال فدراسيون  د جنوبي آسيا له اتلولۍ  وروسته د نړيوالو پام را جلب كړ او افغان حكومت هم خپله جدي پاملرنه دي ورزشي لوبې ته راواړوله.

تر دې دمه له دي ورزشي ډگرڅخه سمه گټه نه پورته كيده؛ خو فوتبال فدراسيون د دغه ورزشي ډگر لپاره پراخې برنامي تر لاس لاندي ونيولې.

د افغانستان د فوتبال فدراسيون وايي، چي له دي لوبغالي څخه به نه يوازي د  تمريناتو لپاره، بلكي د نړيوالو سياليو لپاره هم  گټه پورته شي.

Trending

Exit mobile version