سیمه ییز خبرونه
د كابل ښار پاك ساتلو ته د خلكو همكاري اړينه ده
د كابل ښاروالۍ وايي:
كابل يو گڼ ميشتى ښار دى، چې د خلكو له همكارۍ پرته يې پاك ساتل ناشوني دي.
كابل د افغانستان يو گڼ ميشتى ښار دى. دې ښار ته د بيلابيلو عواملو له وجې گڼ خلك راغلي، چې دې چارې د هوا له ككړتيا سره مرسته كړې ده.
د كابل ښاروالۍ د تنظيف رييس نثاراحمد حبيبي غوري وايي:
هره ورځ د تنظيف كاركوونكي له ښار څخه ۴۵۰۰ ټنه كثافات ليږدوي او د كثافاتو د ټولولو لپاره په ښار كې زرگونه چكونه ايښودل شوي؛ خو خلك په سمه بڼه نهكاروي.
د كابل ښاروالۍ د تنظيف رياست كاركونكي هم له خلكو گيله كوي او وايي:
خلك كثافات هغو چكونو ته نه وړي، چې په ځانگړيو او ټاكل شويو ځايونو كې ايښودل شوي دي.
د ولسي جرگې استازى الله گل مجاهد هم د ښار د پاك ساتلو لپاره له كابل ښاروالۍ سره د خلكو د همكاري غوښتنه كوي.
د كابل ښاروالۍ د مسوولينو په وينا، د تنظيف په رياست كې دا مهال ۳۷۰۰ كسان كار كوي؛ خو د كثافاتو ستونزه له منځه تلې نه ده او د پراختيا په حال كې ده.