سیمه ییز خبرونه
د كابل ښار په بني حصار سيمه كې د بيات بنياد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې
بيات بنياد د خپلو ژمنيو مرستو په لړ كې، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې وېشل شوي، يو ځل بيا يې د كابل ښار د بني حصار سيمې له گڼو كسانو سره مرسته وكړه.
د بيات بنياد لوى مشر سناتوراحسان الله بيات د مرستو د وېش پرمهال له خلكو سره ژمنه وكړه، چې دوى ته به يو جومات هم جوړ كړي.
بني حصار د كابل ښار په سويل كې موقعيت لري. د دې سيمې اوسيدونكي وايي، چې له بېلابېلو ټولنيزو ستونزو سره مخ دي.
د بيات بنياد په دې مرستو كې، چې د بيات بنياد د لوى مشر سناتور انجنيراحسان الله بيات په حضور كې پر خلكو ووېشل شوې؛ ژمنۍ جامې، كمبلې، غذايي توكي او بوټونه شامل ول.
د بيات بنياد لوى مشر وايي:
دا مرستې دوام لري او په نورو سيمو كې به هم له خلكو سره مرستې وشي.
د بيات بنياد لوى مشر د دې سيمې د خلكو په غوښتنه ژمنه وكړه، چې په دې سيمه كې به يو جومات هم جوړ كړي.
لوى مشر زياتوي، چې ډېر ژر به د قانوني پړاوونو له بشپړولو وروسته د دغه جومات كارپيل شي.
د دې سيمې مشران د بيات بنياد په مرستو خوښي څرگنده كړه او له دولت او خصوصي مرستندويه بنسټونو يې وغوښتل، چې دې سيمې ته پاملرنه زياته كړي.
بيات بنياد هر كال په ژمي او نورو بېړنيو حالاتو كې له خلكو سره د مرستې پروژې پيلوي، چې په روان كال كې هم تراوسه په مركز او ولايتونو كې له يو زيات شمېر كورنيو سره دا مرستې شوي او په نورو ولايتونو كې به هم دوام ومومي.
