سیمه ییز خبرونه
د كابل ښار په خواجه رواش كې د سنايي غزنوي د ښارگوټي د بنسټ ډبره كيښودل شوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ښارجوړولو وزارت د كابل ښار د خواجه رواش سيمې تر څيرمه د سنايي غزنوي په نوم د يوه ښارگوټي د بنسټ ډبره كيښوده.
د ښارجوړونې وزير حسن عبدالهي وايي، د سنايي غزنوي په ښارگوټي كې به د استوگنې نږدې دوه زره كورونه جوړ شي. دا ښارگوټى، چې خواجه رواش سيمې په اتيا جريبه ځمكه كې په راتلونكيو اتلس مياشتو كې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي، چې ۱۵۰ميليون دالر لگښت پرې راځي.
د نوموړي په وينا، په دې ښارگوټي كې به هغو خلكو ته، چې د استوگنې كورونه نه لري، كورونه جوړ شي چې په څو پړاوونو كې به ترې په قسط پيسې واخيستل شي.
په كابل كې د نورو ستونزو تر څنگ يوه ستره ستونزه دا ده، چې زيات خلك د استوگنې كورونه نه لري؛ خو د ښار جوړولو وزير وايي، د ښارگوټو جوړولو له لارې غواړي، چې دا ستونزه له منځه يوسي.