تازه خبرونه

د كابل په درېيمه كارته كې د بهرنيانو پر ميلمستون وسلوال بريد شوى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

نن له غرمې وروسته څلور بجې په درېيمه كارته كې د درېيمې امنيتي حوزې شاته د بهرنيو پرميلمستون يوې ډلې بريدگرو وسلوال بريد وكړ او ميلمستون ته وردننه شول، چې تر دې دمه د پېنځو چاودنو غږونه اوريدل شوي دي.

د سيمې د امنيتي سرچينو په وينا، د بريدگرو او امنيتي ځواكونو تر منځ نښته روانه ده او امنيتي ځواكونه ميلمستون ته په ننوتلو بريالي شوي؛ خو له بشپړو تلفاتو څه ويل شوي نه دي.

دغه راز ويل كيږي، چې پېښې ته له نږدې كورونو خلك وتلي او خوندي سيمو ته كوچيدلي دي؛ خو د عامو خلكو پر كورونو هم مرمۍ لگيدلي دي.

ويل كيږي،. چې سيمه د امنيتي ځواكونو تر محاصرې لاندې ده .

Trending

Exit mobile version