تازه خبرونه
د كابل ښار په سړكونو كې ورښتونو ډنډاوي جوړ كړي او د خلكو كورونه له اوبو ډك دي
په كابل كې ښار كې د څو پرلپسې ورځو راهيسې د باران ورښت په سړكونو كې ډنډاوي جوړ كړي او پلې خلك يې له گڼو ستونزو سره مخ كړي او يو شمېر موټر په كې بند پاتې دي.
كابل ښاريان پر شاروالۍ نيوكه كوي،. چې د ويالو او لښتيو په جوړولو يې ميليونونه روپۍ لگولي؛ خو ستونزه اوس هم په ځاى پاتې ده.
يو شمېر ښاريان وايي، چې كورونو ته يې اوبه ننوتي او شپې په وېره كې تېروي.
يو كابل ښاري په داسې حال كې د ستونزې حل له ښارواله پوښتي، چې كابل ښاروال د وزير آباد د كانال تر څنگ د ناحيو له ځينو رييسانو سره د اوسمهالو ستونزو پر حل خبرې كوي.
د ولسي جرگې ځيني غړي هم نيوكه كوي، چې د كابل ښار د بيا رغونې او سړكونو زياتره پروژې معياري نه دي.
كابل ښاروال محمد يونس نو اندېش وايي، چې:
د وزير آباد د اوبو كانال د بيا رغونې تړون يې له يوه شركت سره لاسليك كړى و؛ خو د هغه شركت اسناد جعلي وختل.
د كابل ښار زياتره فرعي لارې او سړكونه خام دي، چې په ژمي او پسرلي كې د چكړو او په اوړي كې د گرد او دوړو سرچينه بلل كيږي.
د يادونې وړ ده، چې د كابل ښاروالۍ د تنظيف رياست د مخې سړك لښتي بند او د خلكو كورونو ته اوبه ننوتي دي.