سیمه ییز خبرونه
د كابل ښار په منډيي كې اور لگيدلى
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د كابل ښار په منډيي كې اور لگيدنه د تېرې شپې له يوې بجې پيل شوې، چې ډېر مالي زيان يې رامنځته كړى دى.
امنيتي سرچينو په ډاگه كړې،چې دا اورلگيدنه د شاهزاده سراى ته نږدې رامنځته شوې، چې تر دې دمه يې لامل څرگند نه دې.
دوى وايي:
كيدى شي دغه اورد پلورونكيو له نه پاملرنې لگيدلى وي، خو پلورونكيو څرگنده كړې، چې پېښه د برېښنا له لگيدنې رامنځته شوې ده.
د كابل پوليسو چارواكي وايي: د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او ډېر ژر به يې پايلې په ډاگه شي.
په سيمه كې عيني شاهدان وايي:
د شاهزاده سراى يوه برخه هم سوزيدلې ده.
شاهزاده سراى د مالي معاملاتو او اسعارو د تبادلې ستر مركز دى، چې د خلكو پيسې په كې ساتل كيږي.
د گزارشونو له مخې پوليسو له پلورونكيو، د اسعارو د تبادلې له څښتنانو او طلا پلورونكيو څخه غوښتنه كړې، چې خپل مالونه له سيمې څخه خوندي ځايونو ته وليږدوي.