سیمه ییز خبرونه

د كابل ښار ځينې هوټلونه د ماليې وزارت پوروړي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان ماليې وزارت وايي:

د كابل ښار ځينې هوټلونه د ماليې له وركولو ډډه كوي.

د دې وزارت د مسولينو په وينا، ډېر دا ډول هوتلونه د زورواكو دي.

د ماليې وزارت وياند وحيد الله توحيدي وايي:

د زورواكو هغه هوټلونه او رستورانتونه به وتړل شي، چې ماليه نه وركوي.

د مالييې وزارت د منځنيو ماليه وركوونكيو رييس سبحان الله فهيمي وايي:

شام پاريس، قصر پاريس، روشن، ماركوپولو، ممتاز محل او بكيچو هوټلونو او رستورانتونو په ترتيب له درې تر پېنځو كلونو را پديخوا ماليې نه دي وركړي.

ومو غوښتل د  ماليه نه وركوونكيو هوټلونو او رستورانتونو د مسوولينو نظر هم واخلو، خو له يوه هوټل پرته د نورو مسوولين خبرو ته حاضر نه شول.  په دې ډله كې د  دوه هوټلونو  مسوولينو خبريالانو ته آن د ننوتو اجازه ورنكړه.

د ماليې وزارت د بېلابېلو هغو بنسټونو مونونه افشا كړي، چې ماليه نه وركوي، خو دا لومړى ځل دى ، چې دا وزارت د ځينو هوټلونو له خوا د ماليې د نه وركولو په دليل شكايت كوي.

Trending

Exit mobile version