سیمه ییز خبرونه
د كابينې پنځه سرپرست وزيران د رايو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول
د ولسي جرګې زياتره غړي په دې سخت په غوسه دي، چې د جرګې تالار او دهليزونه د سپيو په واسطه تالاشي شوى دى. د شنبې په ورځ سهار ( د ليندۍ ۳۰ ) مخكې له دې، چې د ولسمشر لومړى مرستيال د كابينې پنځه سرپرست وزيران او د سترې محكمې د عالي شورا دوه غړي ولسي جرګې ته ور معرفي كړي، امنيتي كسانو د ولسي جرګې دهليزونه او تالار په شپيو تالاشي كړل.
دولسي جرګې غړي غلام سرورعثماني فراهي، غلام حسين ناصري او غلام فاروق مجروح وايي:
د جرګې تالار او دهليزونه په سپيو تالاشي شوي دي، چې امنيتي كسانو په دې كار سره د ملت د كور سپكاوى كړى دى او دا كار ظاهرآ د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د امنيت لپاره شوى دى.
د ولسمشر لومړي مرستيال د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د كابينې پنځه سرپرست وزيران او د سترې محكمې د عالي شورا دوه غړي د رايو لپاره ور وپېژندل.
د ولسمشر لومري مرستيال له جرګې وغوښتل، چې ور پېژندل شويو كانديد وزيرانو او د سترې محكمې د عالي شورا دوو غړو ته د باور رايه وركړي.
د بهرنيو چارو وزارت سر پرست ضرار احمد عثماني، د كانونو د وزارت سر پرست وزير اكبر باركزى، له نشه يي توكو سره د مبارزې سر پرست وزير د ين محمد مبارز راشدي د سوداګرۍ او صنايعو سرپرست وزير شاكر كاګر او د برېښنا سر پرست وزير محمد عارف نورزى كانديد وزيران او پوهندوی دين محمد ګران او پوهندوي عبدالقادر عدالتخوا د سترې محكمې د عالي شوار لپاره كانديدان دي، چې د رايو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.
هغه پر ملي يوالي ټينګار وكړ او زياته يې كړه، چې دښمنانو ته بايد فرصت په لاس ورنكړو تر څو ملي يوالي ته زيان واړوي.
د ولسمشري لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د ولسي جرګې د نيوكو په ځواب كې وويل، چې په سپیو باندې د جرګې د تالار او دهلیزونو تالاشي كې دى رول نلري بلكې دا د امنيتي كسانو كار دى.