سیمه ییز خبرونه
د كانديدانو اسناد د څارونكيو بنسټونو له حضور پرته ارزول شوي دي
په داسې حال كې، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون د اسنادو د نه بشپړتيا په دليل د ولسمشرۍ د شپاړس كانديدانو نومونه له لومړني ليست څخه حدف كړي، د افغانستان د شفافو ټاكنو د بنسټ ( تيفا) رييس نجيب ايوب زاده او د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ ( فيفا) رييس فهيم نعيمي وايي، چې د كانديدانو د لومړني نوملړ د شفافيت لپاره هيڅ قانع كوونكي دلايل نشته.
د دوى په وينا، د كانديدانو اسناد د څارونكيو بنسټونو له حضور پرته ارزول شوي دي.
د ولسي جرگې غړى قاضي نذير احمد حنفي او د نى شبكې رييس صديق الله توحيدي وايي، داسې انگيرنې موجودې دي، چې ښايي د ولسمشرۍ په پاتې لس كانديدانو كې داسې كسان هم وي، چې دوه گونى تابعيت ولري؛ نو، ځكه تر سره شوى بهير شفاف نه دى.
د ټآكنو خپلواك كميسيون مسوولين وايي، چې حذف شوي كانديدن وخت لري، چې په شلو ورځو كې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ته خپل شكايتونه وړاندې كړي.