سیمه ییز خبرونه
د كانديدانو له وروستي ليست څخه د حذف او شامليدو احتمال څرگند شو
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، چې د كانديدانو له وروستي ليست څخه د يو شمېر كانديدانو د حذف او په دغه ليست كې د ځينو حذف شويو كانديدانو د بېرته شامليدو احتمال موجود دى.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وياند محمد نادر محسني وايي:
ښايي له لومړني ليست څخه حذف شوي ځيني كانديدان وروستي ليست ته لار ومومي او كيداى شي په لومړني ليست كې د شاملو كانديدانو څخه ځيني ونه توانيږي، چې وروستي ليست ته لار پيدا كړي.
ښاغلى محسني زياتوي، چې د كانديدانو په اړه د شويو شكايتونو جدي څېړنه پيل شوې او په ټاكلي نېټه به د كانديدانو وروستى ليست خپور شي.
په پام كې ده، چې شاوخوا شل ورځې وروسته د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د كانديدانو وروستى نوملر خپور شي.