سیمه ییز خبرونه

د كانكور د آزموينې برخه وال د كانكور د آزموينې له بهير څخه شكايت کوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په غزني كې د كانكور آزموينې لسګونه برخه وال د كانكور آزموينې له بهير څخه شكايت كوي او وايي، د كانكور آزموينه د ورځې ناوخته پېل شوه، او د پوښتنو د حل لپاره يي كافي وخت نه درلود او د آزموينې پاڼې ترې په زور اخيستل شوي دي.

دغه زده كوونكي، چې دوې ورځې مخكې يي د كانكور آزموينه تر سره كړه، وايي، د كانكور د آزموينې په لومړۍ ورځ د مازديګر له څلورو بجو وروسته آزموينه پېل شوه، او تر يو ساعت وروسته هوا تياره شوه او دوی نه شواى كولاى خپلې پاڼې وويني.

دوی همدارنګه وايي، تر يو نيم ساعت وروسته ترې د آزموينو پاڼې په زور سره ټولې شوې. دوی شكايت درلود، چې په كم وخت كې يي ونه شواى كړاى ټولې پوښتنې حل كړي او د خپلې خوښې وړ تحصيلي موسسه يي هم نه ده ټاكلې.

دوی ادعا كوي، چې څه باندې اته سوه زده كوونكي له دا ډول ستونزې سره مخامخ شول.

كه څه هم د كانكور آزموينې په لومړۍ ورځ هم زده كوونكو دا شكايت درلود، او د غزني د كانكور آزموينې د كمېټې رئيس پوهاند میرهارون احمدي همدارنګه د غزني د پوهنې رئيس محمد عابد عابد ژمنه كړې وه، چې كانكور به په سم ډول تر سره شي. اوس هم دوی وايي، د دې ستونزې د حل لپاره يي پر اقدام لاس پورې كړى دى.

ځينې زده كوونكي همدا راز شكايت كوي، چې د كانكور آزموينې د شموليت كارتونه يي ورك كړي او له همدې امله د كانكور له آزموينې بې برخې شوي دي.

Trending

Exit mobile version