سیمه ییز خبرونه
د كانكور د وروستۍ حوزې آزموينه كابل كې پيل شوه
د لوړو زده كړو وزارت مسئولين وايي، چې دوى به راتلونكي كال كې تر شا او خوا اتيا زره كسان لوړو او نيمه لوړو تحصيلي موسسو ته جذب كړي. د لوړو زده كړو وزارت مسئولين زياتوي، چې په بهر كې د زده كړو لپاره د كلنيو بورسونو شمېره هم له پخوا لوړه شوې ده.
په دې وروستيو كلونو كې د كانكور د آزموينې له لارې لوړو او نيمه لوړو تحصيلي موسسو ته لاره موندل گران شوي دي.
د كانكور گډونوال كوښښ كوي، چې د خپلې خوښې پوهنځيو ته لاره ومومي، خو د تېرو تجربو له مخې ښايي سږ كال هم گڼ شمېر كسان بې پاېلې پاته شي.
د كانكور گډونوال له آزموينې وروسته د سوالونو په اړوند بېلا بېلې خبرې كوي، ځيني د كانكور له آزموينې نا خوښ برېښېدل.
د لوړو زده كړو وزير عبېدالله عبيد وايي:
د روان كال د سلواغې مياشتې په وروستيو كې به د آزموينې پاېلې معلومې شي.
د هغه په وينا په بهر كې د زده كړو لپاره زمينې د تېر په پرتله زياتې شوې او نږدې اوولسو سفارتونو د تحصيلي بورسونو ژمنه ورسره كړې ده.
د لوړو زده كړو وزارت مسئولين زياتوي، چې د كانكور د آزموينې ممتاز كسان هم د وزارت د بودجې پر مټ بهر ته د لوړو زده كړو لپاره استول كېږي.
د يادونې وړ ده، چې هند تازه اعلان كړى، چې له افغانستان سره د اووه سوه پنځوس تحصيلي بورسونو مرسته كوي.