سیمه ییز خبرونه

د كانونو وزارت د نفتو د تصفيي لوى مركز جوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كانونو وزير وايي، په ځينو شمالي ولايتونو كې د نفتو زېرمې شته، چې د دې مركز په جوړېدو سره به افغانستان په دې برخه كې پرځان بسياينې ته نيژدې شي. دا وزارت دغه راز زياتوي، چې په فارياب ولايت كې يې د افغان – تاجك په نفتي حوزه كې ودانۍ جوړې كړې دي.

همدا اوس د افغانستان په جوزجان ولايت كې غاز را اېستل كېږي او په همدې ځاى كې تصفيه كېږي، چې لدې لارې د غاز په برخه كې د يو شمېر خلكو اړتياوې پوره كوي.

لدې غاز څخه د مزارشريف په كود برق فابريكه كې هم كار اخيستل كېږي.

د كانونو وزير وحيد الله شهراني وايي:

په پام كې ده، چې په دې سيمه كې د غازو ټولې څاگانې بيا ورغول شي.

همدارنگه هغه ووپل، چې په شمال كې د افغان – تاجك د نفتو له حوزې څخه د تېلو د را ايستلو په موخه ودانۍ او تاسيسات جوړېږي، چې په نېژدې راتلونكې كې به يې كار پېل شي.

نوموړى زياتوي په پام كې ده، چې د افغان – تاجيك د نفتو حوزې د استخراج تړون د راتلونكې لمريز كال په پېل كې نړېوالې داوطلبې ته وړاندې شي، چې دا كار به نهه مياشتې وخت ونيسي.

Trending

Exit mobile version