سیمه ییز خبرونه

د كان كيندونكيو د خونديتوب لپاره اړينو تخنيكي وسايلو ته اړتپا ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سمنگان والي وايي، د كان كيندونكيو د خونديتوب لپاره دلازمو تدابيرو نه شتون  د دې سبب شو، چې څه نا څه ۳۰ كان كيندونكي د ډبرو د سكرو په كان كې ووژل شي.

د سمنگانو والي خير الله انوش وايي، د دې پېښې اصلي علت دا و، چې تخنيكي وسايل  لږ ول او د كان  كارگر اكسيجن ته د نه لاسرسي په دليل مړه شوي دي.

د سمنگان والي خيرالله انوش همدا راز د افغانستان د كانونو له وزارت څخه وغوښتل، چې د كان كيندونكيو د ژوندي ساتنې لپاره گټورې تگلارې په پام كې ونيسي.

دا په داسې حال كې ده، چې مخكې له دې ولسمشر كرزي د كانونو وزارت ته امر كړى و، چې د سمنگان د دې پېښې په تړاو جدي څېړنې وكړي.

Trending

Exit mobile version