تازه خبرونه
د كاپيسا له البيروني پوهنتون سره بيات بنياد د كتابونو مرسته وكړه
بيات بنياد د محصلانو او استادانو د لا ښې علمي ودې لپاره له پوهنتونونو سره د كتابونو د مرستې پروژه پلې كوي.
د دې پروژې په چوكاټ كې د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل د كاپيسا البيروني پوهنتون ته اته سوه ټوكه كتابونه وسپارل.
په دې كتابونو كې علمي، فرهنگي، ادبي، ديني، ټولنيز، سياسي او تاريخي آثار شته، چې د بيات بنياد د مرستيال حاجي محمد اسماعيل له خوا دې پوهنتون ته ډالۍ شول.
د البيروني پوهنتون رييس پوهنوال فريد برنا يار په هر راز شرايطو كې د كتابونو ډالۍ جاريه صدقه وبلله او مطالعه يي د هر محصل لپاره يوه لازمي اړتيا په گوته كړه.
بيات بنياد د خپل فعاليت له پيل څخه تر اوسه په دې توانيدلى، چې په مركز او ولايتونو كې د هېواد لوړو زدكړو ته د ځينو بېخبناوو او اساسي پروژو د پلي كولو له لارې ښه همكار پاتې شي.
پوهنتونونو ته د كتابونو د وركړې په برخه كې تر اوسه بيات بنياد د هېواد اوولس پوهنتونونو ته دېرش زره كتابونه سپارلي دي.