سیمه ییز خبرونه
د كاپيسا په كوهبند ولسوالۍ كې جنگسالارانو د خلكو امنيت گواښلى
د كاپيسا ولايت په كوهبند ولسوالۍ كې د جمعيت او حزب دوه نامسوولو قوماندانانو د ځايي خلكو امنيت گواښلى دى.
د كاپيسا ولايت ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي:
د جمعيت او حزب اسلامي د دوه پخوانيو قوماندانو تر منځ مياشتې مياشتې كيږي، چې نښتې روانې دي او ځايي خلكو ته زيانونه اړوي.
د كاپيسا ولايت ولايتي شورا غړې مرضيه سعادت وايي:
تر دې دمه څو څو ځله ښوونځي او روغتيايي مركزونه د دغو نښتو پر لامل تړل شوي دي.
د ولايتي شورا منشي نجيب الله رحيمي وايي:
كه د دغو دوه نامسوولو وسلوالو د ځانگړيو دښمنيو مخه ونه نيول شي، وسلوال مخالفين به كوهبند ولسوالي وگواښي.
د كاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالجميل شمال دغه نښتې تائيدوي او وايي، د دغو نښتو تر شا نور لاسونه دي.
د دغو پټو لاسونو له شتون څخه ولايتي شورا هم اندېښنه ښودلې ده.
ولايتي شورا دغه راز په ډاگه كړې، چې په جگړه كې درنده وسله هم كاريږي.
د كاپيسا امنيتي چارواكي مني، چې يو شمېر نامسووله جنگسالاران اوس هم ناقانونه وسلې لري.
امنيتي چارواكي وايي، چې ډېر ژر به دا نامسووله وسلوال ونيول شي.
كاپيسا پلازمېنې كابل ته نږدې ولايت دى، چې پر نامسووله وسلوالو سربېره وسلوالو مخالفينو هم ورته امنيتي گواښونه رامنځته كړي دي.