سیمه ییز خبرونه
د كبل په بگراميو كې دغلو درې كسيزه ډله ونيول شوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بگراميو امنيتي ځواكونو د وسلوالو غلو هغه درې كسيزه ډله نيولې، چې په دې ولسوالۍ كې يې وسلوالې غلاوې كولې.
د دغې ولسوالۍ چارواكي وايي، چې:
دغه كسان په يوه وژنه كې هم لاس لري او په لومړنيو څېړنو كې يې پخپل جرم اعتراف كړى دى.
د بگراميو پوليس وايي، چې:
د وسلوالو غلو دې ډلې په روانه اوونۍ كې د څلور سوه زره افغانيو لپاره يو كس وژلې دى.
د دغه كس جسد تر اوسه په ولسوالۍ كې دى او كورنۍ يې پيدا شوې نه ده.
دغه كسان وايي، چې وژل شوى كس يې د ميلمستيا په بهانه را غوښتې و.
د بگراميو ولسوالۍ امنيه قوماندان نثار احمد عبدالرحيم زي وايي:
وژل شوى كس په دغه كور كې د قاتل د ورور له خوا ليدل شوى او نوموړي پوليسو ته احوال وركړى دى.
نوموړى وايي، چې د وسلوالو غلو د فعاليت په وړاندې پوليسو جدي مبارزه پيل كړې ده.