سیمه ییز خبرونه
د كجكي د برېښنا بند ۱۱۰ ميليون دالر په معاش لگيدلي
د هلمند د كجكي برېښنا بند ځينې مامورين وايي، چې:
د دې فابريكې د بيا رغونې لپاره ۳۰۰ ميليون امريكايي دالر ځانگړي شوي ول.
د دې فابريكې يو شمېر افغان كاركوونكي زياتوي :
۱۱۰ مليون دالر د بهرنيو كاركوونكيو او سلاكارانو په معاش لگول شوي دي. په داسې حال كې، چې د دې فابريكې د پرمختگ په برخه كې هيڅ گام نه دى پورته شوى.
ځايي چارواكي هم دا ستونزه نه ردوي او پړه يې په مركزي دولت او لوړپوړيو مسوولينو وراچوي.
په تېرو درې كلونو كې يوازې درېيم توربين نوموړې ولسوالۍ ته ليږدول شوى، چې هغه هم ترشنه آسمان لاندې پروت او ښايي وسايل يې له كاره ولويږي.
د دوى په وينا، په تېرو څو كلونو كې چارې يوازې د كاغذونو په مخ روانې دي او د فابريكې د پرمختگ په برخه كې هيڅ گام نه دى پورته شوى.
دغه مامورين له مركزي دولت او مرسته كوونكيو څخه غوښتنه كوي، چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وكړي او كړې ژمنې عملي كړي.
كه څه هم وړاندې يو شمېركورنيو او بهرنيو لوړپوړيو چارواكو د نوموړي بند د بيارغولو د چارو ځنډ امنيتي ستونزې بللې وې؛ خو د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي، چې په كجكي كې امنيت د ډاډ وړاو ځينې كړۍ د خپلو شخصي گټو په خاطرهلمند ناامنه سيمه بولي.
قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي، چې:
پوليس چمتو دي، چې د توربين د ټولو امكاناتو په ليږد او منيت كې له اړوند ارگانونو سره هر راز مرسته وكړي.
