سیمه ییز خبرونه

د كران او منجان ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاكه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بدخشان د كران او منجان ولسوالۍ د يكشنبې په شپه له افغان ځواكونو سره تر دوه ساعته جګړې وروسته د وسله والو تر كنترول لاندې راغلې وه. د كورنيو چارو وزارت وايي، د دې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره د دوشنبې په ورځ ( د تلې ۸ ) پوليسو د ملي اردو پر ملاتړ چاڼيز عمليات پېل كړل او له دې سيمې يي وسله وال په شاتګ ته اړ كړل.

د كورنيو چارو وزارت وياند صدیق صدیقی وايي:

كران او منجان ولسوالۍ د وسله والو له شتون پاكه شوه. نوموړي وسله والو مخالفينو ته د عملياتو پر مهال د احتمالي تلفاتو په باب معلومات ورنكړل.

دى همدارنګه وايي، افغان ځواكونه ځكه له دې ولسوالۍ څخه په شا شول، چې ملكيانو ته تلفات وانوړي.

دى همدارنګه زیاتوي، يو بل دليل هم  و، چې دا ولسوالۍ د طالبانو تر كنترول لاندې راغله، خو دى دغه دليل نه روښانه كوي او وايي، څېړنې پرې روانې دي.

نوموړى وايي، طالبانو د دوو ورځو لپاره دا ولسوالۍ كنترول كړه او د افغان ځواكونو عمليات د دې ولسوالۍ په شاوخوا سيمو كې روان دي.

بلخوا طالبان د كورنيو چارو وزارت دا څرګندونې نه مني.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دا ولسوالۍ لا هم د دوی تر كنترول لاندې ده.

د كورنيو چارو وزارت همدا راز وايي، دوه ورځې وړاندې په وردوج ولسوالۍ كې پوليسو په يوې نښته كې لس وسله وال مخالفين ووژل، دوه تنه ټپيان او څلور نور یی ژوندي ونيول.

Trending

Exit mobile version