سیمه ییز خبرونه
د كرنې وزارت د كرنې او مالدارۍ لپاره ۲۸۰ میلیون ډالره بودجه بېله كړې ده
د كرنې وزارت مسئولين وايي، چې په روان كال كې به د نباتي ناروغيو سره مبارزې، پر كروندګرو د اصلاح شويو تخمونو وېش، د كروندو د خړوبولو تنظيم او د ځنګلونو ساتنې ته يي دوه سوه اتيا ميليون ډالره اختياري او غېر اختياري بودجه په پام كې نيولې ده.
د افغانستان د كرنې وزارت مسئولين وايي، كه د وري او غويي په مياشتو كې همداسې بارانونه و ورېږي، نو ښايې په هېواد كې كرنيز محصولات دومره زيات شي، چې افغانستان به د غلې دانې له پلوه پر خپل ځان بسيا شي.
د كرنې وزير محمد آصف رحيمي وايي:
په روان كال كې يې د كرنې او مالدارۍ لپاره د پام وړ بودجه بېله كړې، چې له مخې به يې كرنيز او حيواني محصولات وده وكړي.
له نباتي او حيواني ناروغيو سره مبارزه، پر كروندګرو د اصلاح شويو تخمونو وېش، د وړو سربندونو جوړول او د ځنګلونو ساتنه نور هغه پروګرامونه دي، چې د كرنې وزارت د مسئولينو په وېنا، په روان كال كې به ورته د پام وړ توجه وكړي.
نوموړي زياته كړه، چې په روان كال كې به د كرنې د پراخيتا بانك او په كابل او ولايتونو كې د څلوېښت زرو ټنو محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې او سيلوګانې به بيا ورغوي.
د هغه په وېنا له دې ټولو پروګرامونو او پرمختګونو سره سره د كرنې او مالدارۍ برخه له يو لړ ستونزو سره مخ ده.
د كرنې وزارت مسئولين په داسې حال كې دا څرګندونې كوي، چې د افغانستان د مركزي احصايې د ارقامو له مخې افغانستان لاهم خپله د اړتيا وړ غله دانه له نورو هېوادونو واردوي.
دغه اداره وايي، كه د افغانستان د كرنې ودې ته پام وشي، نو دا هېواد نږدې دوه سوه ميليون كسانو ته خوراكي توكي برابرولى شي.