سوداگري
د كرنې وزارت مسئوليت لري، چې په كرنيزو ځمكو كې د ودانيو د جوړولو مخه ونيسي
په تېرو لسو كلونو كې په كابل ښار كې د زورواكانو له خوا په غېر قانوني توگه د استوگنې ښارگوټي جوړ شوي دي.
د كرنې وزارت او كابل ښاروالۍ چارواكي وايي، تر دې وروسته د كرنې وزارت له اجازې پرته په ښار كې هېچاته د ودانۍ د جوړولو جواز نه وركول كېږي.
د كابل والي عبدالجبار تقوا وايي:
ځينې داسې كسان شته، چې د خپلو شخصي گټو د ترلاسه كولو په موخه لوى خيانت كوي.
نوموړى همدارنگه زياتوي، په تېرو لسو كلونو كې په ډېرو كرنيزو ځمكو زورواكانو په غېر قانوني توگه د استوگنې ښارگوټي جوړ كړي دي.
له بلې خوا د كرنې، مالدارۍ او اوبو لگولو وزير محمد آصف رحيمي د دې ستونزې په تاييد سره وايي:
د كرنې وزارت يو مسئوليت په كرنيزه ځمكه د استوگنې د كورونو او ښارگوټو د جوړولو مخنيوى دى.
نوموړى همدارنگه زياتوي، كه حكومت په شخصي ځمكو د ودانيو د جوړولو په چارو كې مداخله وكړي د ځمكې د خاوندانو له غبرگون سره مخ كېږي.
په همدې وخت كې د كابل ولايت د كرنې رياست په كابل ولايت كې له ۲۸۸ ډېرو پرمختيايي پروژو د اتيا سلنه كار د بشپړوالي په مناسبت يومحفل جوړ كړى و.
چارواكي وايي، د كابل ولايت د كرنې رياست په روان كال كې د څه دپاسه ۱۴،۴ مليون ډالرو په ارزښت انكشافي پروگرامونه درلودل، چې د ښه عملي كېدو له امله يې په ۱۳۹۲ ل كال كې د پرمختيايي پروگرامونو لپاره ۱۵ ميليون ډالرو مالي ملاتړ ترلاسه كړى دى.