تازه خبرونه

د كلات ښار اوسيدونكي د برښنا له نشتوالي اندېښمن دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په زابل كې د برښنا نشتوالي د خلكو ژوند اغېزمن كړى او وايي، چې له يوه كال را پديخوا ښار منظمه برښنا نه لري.

د كلات ښار برښنا د جنراتورونو پر مټ توليديږي، چې په دې وروستيو كې يا نشته او يا هم څو ورځې وروسته يو ځل راڅرگنديږي.

په زابل كې د برښنا رييس انجينر عزت الله هم دغه ستونزي مني؛ خو د خپلو جنراتورونو خرابوالى د دغه كار لامل گڼي.

په دغه ولايت كې د برښنا آمر وايي د انرژۍ وزارت د يوه جنراتور ژمنه وركړې؛ خو تراوسه ورسپارل شوي نه دي .

د زابل اوسيدونكي وايي، چې د برښنا نشتوالي په زابل او په ځانگړي توگه كلات ښار كې پر سوداگريزو چارو هم ناوړه اغېزه كړې ده.

په كلات كې د برښنا رياست مسوولين هم دا ستونزه مني او وايي، د برښنا د لږوالي لامل د جنراتورونو خرابوالى دى، چې پخواني يې خراب شوي او نوي يې را رسيدلي نه دي.

Trending

Exit mobile version