پرمختګ او بشپړتیا
د كندز شېرخان بندر پر پلټونكي پرمختللي سيسټم سمباليږي
د سرحدي پوليسو چارواكي وايي، چې:
د دغه سيسټم په فعاليدو به له دغه بندرڅخه د نشه يې توكو قاچاق او په غير قانوني ډول د انسانانو تېردل نا شوني شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د دوشنبې ښار په كنفرانس كې د تاجكستان د پوليسو سرحدي چارواكو اندېښنه ښودلې وه، چې د افغان پوله ساتونكيو له خوا يو شمېرگډې پولې په سمه توگه نه ساتل كيږي، خو د هېواد په شمال كې د سرحدي پوليسو يو لوړ پوړي چارواكي د تاجكستان د سرحدي پوليسو د چارواكو دغه څرگندونې رد كړي دي.
دغه سيسټم د پلټونكي سكنرونو او د پلټونكو كمرو درلودونكي دي، چې د امريكا د سفارت له خوا د شېرخان بندر چارواكو ته وركړشوى دى.
د شېرخان بندر سرحدي كميسار نجيب الله راغستاني وايي، چې:
دا سيسټم به د شېرخان بندر په دروازو كې و لگول شي او هغه موټر، چې له دغو دروازو تگ راتگ كوي په جدي توگه وپلټي .
د نوموړي په وينا:
له دې وړاندې يې د باروړونكيو موټرو او ان تر دې، چې د مسافرو د پلټنې په برخه كې ډېرې ستونزې درلودې او د ياد سيسټم له فعاليدو سره به دا ستونزې حل شي .
پرآمو سين د يو نوي پله او د شېرخان بندر د نويو تاسيساتو له جوړيدو وروسته د دغه بندر له لارې د صادراتو او وارداتو كچه سل برابره زياته شوې ده .
دا په داسې حال كې ده، چې تېره ورځ د افغانستان، تاجكستان او ازبكستان هېوادونو له خوا د نشه يي توكو او د انسان له قاچاق د مخنوي په موخه د تاجكستان په پلازمېنه دوشنبه كې يو لوى كنفرانس جوړشو او په كنفرانس كې د تاجكستان چارواكو اندېښنه وښوده، چې د افغانستان يو شمېر پولې د دغه هېواد د پوله ساتونكيو له خوا په سمه توگه نه كنتروليږي، خو د افغان سرحدي پوليسو مشر جنرال حبيب سيد خېلي دغه ادعاوې رد كړې دي.
نوموړى وايي، چې د تاجكستان سرحدي پوليس په خپله د خپلې پولې په ساتلو كې پاتې راغلي او نه شي كولى، چې په يو شمېرسرحدي سيمو كې د نشه يې توكو د قاچاقچيانو مخه ونيسي .
نومړي د تاجكستان د پوله ساتو ځواكونو له خوا د اته افغان كاركوونكيو وژل يو غيرقانوني عمل وباله او د ورته پېښو د مخنيوي غوښتنه يې وكړه .
نوموړي زياته كړه، چې په سرحدي سيمو كې وسله وال مخالفين په پوره ډول له منځه وړل شوي او او د تاجكستان دولت ته هيڅ ډول گواښ احساس شوى نه د
