تازه خبرونه
د كندز ولايت والي په بې كفايتې تورن او د هغه د گوښه كيدو غوښتنه وشوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د كندز د ولايتي شورا د غړيو په گډون د دغه ولايت سلگونه اوسيدونكيو د ولايتي شورا په وړاندې لاريون وكړ او د كندز والي غلام سخي يې په بې كفايتۍ تورن كړ.
دوى وايي:
كله، چې نوموړى د والي په توگه ټاكل شوى امنيتي حالت خراب شوى دى.
د كندز والي د دفتر رييس دا ادعاوې بې ځايه گڼي او وايي:
له هغه وخته، چې غلام سخي بغلانى د كندز د والي په توگه ټاكل شوى امنيتي وضعيت ښه شوى، د خلكو او دولت ترمنځ واټن كم او د بيارغونې پروژې چټكې شوې دي.
غلام سخي بغلانى له دوه مياشتو راپديخوا د كندز والي په توگه ټاكل شوى، چې له دې وړاندې د سمنگان او بغلان د والي د مرستيالانو په توگه كاركړى دى. هغه د كار د پيل په وخت ژمنه كړې وه، چې د ناامنۍ، اداري فساد او سولې د ټينگښت په برخه كې به جدي گامونه اخلي.