بلخ @ps
د كندز ولايت پر قلعه ذال ولسوالۍ د طالبانوبريد وځپل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د كندزوالي وياند سيد محمود دانش وايي، چې وسلوالو نن سهار پېنځه بجې د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وكړ، چې له ماتې سره مخ شول.
هغه زیاتوي، وسلوالو ماتې وخوړله؛ شپږ طالبان وژل شوي او درې نورټپيان دي.
دهغه په وینا؛ په دې بريد كې امنيتي ځواكونو او ملكي خلكو ته مرګ و ژوبله نه ده اوښتې.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د دې ولایت امنیتي چارواکو رسنیو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی و.