تازه خبرونه

د كندز په خان آباد كې د ځانمرگي بريد د وژل شويو شمېر۲۹ تنو ته رسيدلى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دا ځانمرگى بريد پرون ماښام په شپږ نيمو بجود دغه ولايت په خان آباد ولسوالې كې د پاڅونوالوپر کاروان شوى دى.

د خان آباد ولسوال حيات الله اميري وايي، چې په ۲۹وژل شويو پاڅونوالو كې دوه ماشومان او څلور ملكي وگړي شامل دي.

نوموړى وايي،چې په بريد كې نولس تنه ټپيان شوي، چې څلور يې پاڅونوال او نور يې ملكي خلك دي.

د نوموړي په وینا؛ اوړمه شپه د خان آباد په شوراب بندر کې د پاڅونوالو پاڅون روان و، چې بریدگر ځان پاڅونوالو ته ورنږدې کړ، چې څه نا څا ۵۰ تنه په کې زیانمن شوي دي.

د خان آباد ولسوالۍ خلکو دغه برید وغانده او د دغه راز بریدونو د منخیوي غوښتنه یې وکړه.

اټکل کېږي، چې د دې کسانو د غونډې پرمهال تر يوه تخت لاندې چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى شوي وي او د غونډې په اوږدو کې ورته چاودنه ورکړل شوې وي.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د څلورو قوماندانانو په ګډون شاوخوا شل تنه محلي پولیسوژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، چې ټول د خان اباد روغتون ته لېږدول شوي دي

خان آباد د کندز یوه ناامنه ولسوالي ده، چې په دې وروستیو کې یې امنیتي حالت د اندېښې وړ دی.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال په تېرو څو میاشتو کې دا لومړنی ځانمرگ برید دی، چې د دې ولسوالۍ څه نا څه ۵۰ تنه په کې وژل شوي او ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version