پرمختګ او بشپړتیا
د كندهارپه پنجوايي ولسوالۍ كې د لس بستريز روغتون د بنسټ ډبره كـېښودل شوه
نوموړى روغتون د امريكا د متحده ايالاتو له لوري د شپېته زره امريکايي ډالرو پرلگښت جوړيږي، چې لس بستره لري او د سيمې د ۶۰۰۰۰ اوسيدونكيو لپاره روغتيايي خدمات برابروي.
ياد بشپړ لس بستريز روغتيايې مركز، چې د ۳۰ زرو څخه بيا تر۶۰ زرو ناروغانو لپاره بسنه كوي؛ د پېنځه مياشتو په موده كې به يې د جوړونې كار د يوه خصوصي ساختماني شركت لخوا بشپړشي.
د كندهارد عامه روغتيا رييس ډاكټرعبدالقيوم پخلا د نوموړي روغتون د بنسټ د ډبري د ايښودلو پرمهال خبريالانو ته وويل، چې د پنجوايي ولسوالۍ د بازارپه پخواني روغتو ن كې د ناروغانو د درملنې پرمهال د ځاى د نه شتون له كبله يې د يو بل روغتيايي مركزد جوړولو پلان جوړكړ.
ډاكټر پخلا وايي ياد روغتون، چې په يو پوړ كې د امريكا د متحده ايالاتو پرمالي مرسته د ۶۰ شپېته زره امريكايي ډالرو پر لگښت جويږي؛ ۹ روغتيا يي خونې او بشپړروغتيايي سامان الات به ولري.
په نوموړي لس بستريزروغتون كې به داخله ، ساري ، جراحي، نسايې ولادي او د ماشومانو د واكسين څانگي هم فعاله شي، چې د ۲۴ساعتونو لپاره به د خلكو په خدمت كې وي.
د پنجوايي ولسوالۍ په بازار او ليريو پرتو سيمو كي پېنځه روغتيايې مركزونه لري، چي دوه يې فعاله او درې په ليريو پرتو سيمو كې د ناامنيو له كبله تړل شوي، چې د روغتيايي چارواكو په خبره په نژدې راتلونكي كې به يې د ځايي اوسيدونكيو او قومي مشرانو په مرسته بېرته فعاله كړي