تازه خبرونه
د كندهار د هوايي ډگر د زندان په اړه د څېړنې سپارښتنه شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ولسمشر حامد كرزي اړوند ادارو ته امر كړى، چې په كندهار هوايي ډگر كې د بهرنيو ځواكونو تر كنترول لاندې د زندان په اړه څېړنه وكړي.
د ولسمشرۍ د حكم له مخې، گمارل شوي پلاوي ته دنده وركړ شوې، چې د زندان د موجوديت او د هغو بنديانو شمېر، چې بهرنيانو نيولي او د كندهار په هوايي ډگر كې يي توقيف كړي دي، هر اړخيزه څېړنه وكړي او د دې بنديانو په ليږد او د برخليك په ټاكلو كې اقدام وكړي او د زندان د تړلو لپاره هم اړين او قانوني گامونه واخلي.
ګمارل شوى پلاوى اړ دى، چې په دې اړه د خپلو اجراتو راپور ژر تر ژره د ولسمشرۍ مقام ته وړاندې كړي.