تازه خبرونه
د كندهار- روزګان د لارې په عملیاتو کې ٢٥٠ مخالفین وژل شوي-اڅکزی
د کندهار امنيه قومندان له آريانانيوز سره په ځانګړې مرکه کي ويلي، چې له تېرو درې اوونيو را په ديخوا د کندهار او روزګان د لویې لاري د خلاصيدو په عملياتو کي ٧٠ تنو امنيتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتى او همدا شان ٢٥٠ تنه د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
هغه وايي، دغه عمليات اوس هم روان دي، چي د درې ورځو په اوږدو کي به دغه لاره خلاصه شي .
د کندهار امنيه قومندان لوى پاسوال عبدالرازق اڅکزى وایي؛ ډېر وسلوال طالبان اوس هم د امنيتي ځواکونو په وړاندي مقاومت کوي، چي د ځپلو په موخه یې تازه دمي سرتېري سيمي ته ليږل شوي دي.
د روزګان ولايت اوسيدونکي بيا د لاري د بنديدو پړه د حکومت پر غاړه اچوي او وايي، دولت د وسلوالو طالبانو لاره بنده کړه؛ نو، ځکه هغوى هم د خلکو پرمخ لاره بنده کړى ده.
که څه هم د کندهار امنيه قوماندان په دغو عملياتو کي وسلوالو طالبانوته د درندې مرګ و ژوبلېله اړولوخبرورکوي؛ خو وسلوالو طالبانو په دي اړه رسنيوته څه ندي ويلي.