سیمه ییز خبرونه
د كندهار هوايي ډگر مخې ته په يو ځانمرگي بريد كې۲۴ كسانو ته مرگ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پنجشنبې په ماښام د كندهار هوايي ډگر مخې ته يوه ځانمرگي د ناتو ځواكونو پركاروان بريد وكړ.
د كندهار ولايت امنيه كوماندانۍ وياند غورزنگ وايي:
بريد كوونكى د خپل صرف موټر پر مټ د ناتو پر كاروان چاودنه رامنځته كړې ده.
د نوموړي په وينا:
په دې پېښه كې دوه تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور د ناتو د ۴ سرتېرو او د ملي اردو د يو سرتېري په گډون ټپيان دي.
د ملي اردو د ساحوي روغتون رييس سيد عظيم حسيني وايي:
د دغې پېښې ۱۹ ټپيان د دوه بهرنيو او يو كورني سرتېري په گډون روغتون ته راوړل شوي دي.
د نوموړي په وينا:
د ناتو د يو سرتېري په گډون څلور جسدونه روغتون ته راليږدول شوي دي.
دولتي چارواكو په ډاگه كړې، چې د بريد كوونكي موخه د بهرنيو ځواكونو هغه كاروان و، چې هوايي ډگر ته د ننوتو په حال كې و.
د دغه بريد مسووليت طالبانو په غاړه اخيسى، خو بشپړ جزئيات يې وړاندې كړي نه دي.