سیمه ییز خبرونه
د كندهار هوايي ډگر ځغاستليكه جوړه او گټې اخستنې ته وسپارل شوه
د كندهار د نړيوا ل هوايي ډگر ځغاستليكه يا رنوې او ټكسوې د دولس نيم ميليون يورو پر لگښت جوړه او گټې اخستنې ته وسپارل شوه .
د چهارشنبې په ورځ(د سلواغې۱۱) د دغه ولايت د ځغاسليكې او رنوې د پرانستې په اړه په جوړو شويو مراسيمو كې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزير داود علي نجفي او د امريكا متحده ايالاتو سفير كننگهم او ځينې نورو چارواكو گډون كړى و.
په يوه خبري ناسته كې، چې په همدې اړه جوړه شوې وه د ترانسپورت وزير وويل، چې:
د كندهار دهوايي ډگر ځغاسليكه او ټكسوې د دولس اعشاريه پېنځه ميليون يورو پر لگښت په كندهار كې د ناتو ځواكونو له لوري رغول شوې ده.
د ښاغلي نجفي په وينا:
په دوه زره ديارلسم ميلادي كا ل كې به د ترانسپورټ وزارت د كندهار د نړيوا ل هوايي ډگر پراختيا او انكشافي پروژو ته پاملرنه زياته كړي.
د كندهار د هوايي ډگر آمر احمدالله فيضي وويل:
د تېرو دوه كلونو په موده كې د كندهار دهوايي دگر په بېلابېلو برخو كې د نهه اويا اعشاريه پېنځه دېرش ميليون يورو پر لگښت د رغونې كارونه شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د كندهار نړيوال ملكي هوايي دگر په ۱۹۶۰م كا ل كې د امريكا متحده ايالاتو پر مالي او تخنيكي مرستو جوړ شوى دى.