سیمه ییز خبرونه

د كندهار ولايت يوولس ولسوالۍ له دولتي ادارو بې برخې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كندهار امنيتي چارواكي وايي، چې:

كه څه هم په دغه ولايت كې د امنيت لمن پراخه شوې، خو د دغه ولايت په  يوولس ولسواليو كې هيڅ دولتي اداره فعاله شوې نده.

دا په داسې حال كې ده، چې لويې څارنوالۍ د كندهار امنيه كوماندانۍ ته په ليږلي مكتوب كې نيوكه كړې، چې په دغه ولايت كې پوليس د څارنوالانو او قاضيانو چارې پرمخ وړي.

د كندهار امنيه كوماندان جنرال عبدالرازق د مباركې جمعې په ورځ(د سلواغې۱۳) په يوه خبري غونډه كې وويل، چې:

همدا اوس د كندهار په يوولس ولسواليو كې پوليس فعال دي، خو بله هيڅ دولتي اداره نده توانيدلې، چې په دغو يوولس ولسواليو كې اداري واحدونه فعال كړي.

په داسې حال كې، چې افغان دولت د ښې حكومتدارۍ لپاره هڅې كوي؛ خو د كندهار ولايت يوولس ولسوالۍ له حكومتي خدمتونو بې برخې دي.

د هغه په وينا دا د دولتي ادارو كمزوري ده، چې نه دي توانيدلي د كندهار په يوولس ولسواليو كې خپلې ادارې فعالې كړي.

جنرال عبدالرازق زياتوي، چې:

پوليس اړ دي په دغو ولسواليو كې د خلكو ستونزې اوارې كړي.

د كندهار ولايت نوي په سلو كې امنيتي چارې په داسې حال كې افغان ځواكونه سمبالوي، چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو د وتو بهير هم چټك شوى دى.

Trending

Exit mobile version