سیمه ییز خبرونه

د كندهار ولايت په خاكريز ولسوالۍ كې ملا سيد ولي نومى طالب قوماندان ووژل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كندهار چارواكي وايي:

د خاكريز په ولسوالۍ كې د افغان امنيتي ځواكونو په عملياتو كې د طالبانو يو مهم قوماندان ملا سيدولي له څلورو نورو طالبانو سره ووژل شو او درې تنه ژوندي نيول شوي دي.

د دې ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه كې په ډاگه كړې، چې:

د خاكريز ولسوالۍ په باغكي سيمه كې ملي امنيتي ځواكونو يوه زياته اندازه وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.

په خبرپاڼه كې راغلي، چې د دامان ولسوالۍ ملي پوليسو تېره شپه درې ماين ښخوونكي نيولي.

سرچينه وايي، دغو  کسانو په خپلو لومړنيو خبرو کي منلې،  چي د پاکستان  په ديني مدرسو کي روزل شوي دي.

Trending

Exit mobile version