سیمه ییز خبرونه

د كندهار ولايت په سپين بولدك كې دوه ځانمرگو ۲۱ تنو ته مرگ و ژوبله واړوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سرحدي چارواكي وايي:

نن غرمه مهال د كندهار ولايت په سپين بولدك كې د دوه ځانمرگو چاودنو له كبله شپږ تنه ووژل شول او پېنځلس نور ټپيان دي.

د سيمې د عامه روغتون چارواكو هم د مرگ و ژوبلې وړاندې شوې شمېره منلې ده.

د چارواكو په وينا:

بريد كوونكي نن غرمه دولس نيمې بجې د سيمه ييزې شورا ودانۍ ته ننوتل او خپل چاوديدونكي توكي يې په داسې حال كې وچول، چې د دغې شورا ناسته روانه وه.

د سرحدي پوليسو د څرگندونو له مخې د شورا ودانۍ بشپړه زيانمنه شوې ده

يو شمېر سيمه ييزو چارواكو په ډاگه كړې، چې د ځانمرگو بريدكوونكيو شمېر درې تنه و.

دا په داسې حال كې ده، چې نن سهار امنيتي ځواكونو د هېواد په شمال كې دوه تنه ځانمرگي مخكې له چاودنې نيولي دي.

Trending

Exit mobile version