سیمه ییز خبرونه
د كندهار ولايت په ليرې پرتو سيمو كې د راى كارتونو د وېش بهير پلې شوى نه دى
د كندهار د پېنځه سرحدي ولسواليو اوسيدونكي تر اوسه د ټاكنو په اړه هيڅ پوهاوى نلري او نه هم تردې مهاله د دغو ولسواليو په ليرې پرتو سيمو كې د كارتونو د ترلاسه كولو بهير پلې شوې.
د كندهار د پېنځه سرحدي ولسواليو د اوسيدونكيو استازي وايي:
د دوى ولسواليو ته د كارتونو د وېش په موخه د ټاكنو د دفتر گرځند تيمونو هيڅ ډول فعاليت نه دى كړى او د دغو ولسواليو په ليرې پرتو سيمو كې خلك د ټاكنو په باب هيڅ ډول مهلومات او پوهاوى نه لري .
دوى گواښ كوي كه ټاكنې په همدې حالت كې تر سره شي؛ نو دوى ته به د منلو وړ نه وي.
په كندهار كې د ټاكنو خپلواك كميسيون د دفتر استازى وايي:
مركزي دفتر دوى ته يوازې شپږ گرځند تيمونه وركړي، چې دوه يې د كندهار په ښار او څلور نور يې په ولسواليو كې فعاليت كوي.
دغه دفتر د يادې ستونزې د منلو تر څنگ وايي، چې دغه ستونزه يوازې د ټاكنو خپلواك كميسيون مركزي دفتر اوارولى شي.
د يادونې وړ ده، چې په كندهار كې ډېري داسې سيمې شته، چې اوسيدونكي يې تر دې مهاله په هېواد كې د ټاكنو د تر سره كيدو په اړه هيڅ ډول پوهاوى او معلومات نلري او د ټاكنو د دفتر چارواكو هم تردې مهاله د دې ستونزې د اوارولو په موخه گام نه دى پورته كړى.