سیمه ییز خبرونه
د كندهار ولايت ښوونځي د سون توكو له نشتوالي سره مخ دي
كندهار، چې د گرمسيرو ولايتونو څخه يو ولايت دى په ژمي كې يې زده كوونكي په ښوونځيو كې پر زده كړو بوخت وي.
چې له همدې امله د پوهنې وزارت له لوري د دوى د سون توكو د برابرولو لپاره ځانگړې بوديجه په نظركې نيول كيږي.
دا څو كلونه د دې ولايت زده كوونكي اوښوونكي د سون توكو د نشتوالي او ټولگيو د يخنۍ له ستونزو سره مخ ول. اوس، چې يو ځل بيا هوا سړه شوې دوى له چارواكو څخه د همكارۍ غوښتنه كړې ده.
د كندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال وايي، چې د ستونزو د حل لپاره مو هلې ځلې پيل كړي؛ خو دا ستونزې ډېرو لگښتونو ته اړتيا لري، چې دوى د پوهنې له وزارت سره شريك كړي.
په دغه ولايت كې زده كوونكي وايي، درسي خونې يې سړې او ډيري يې ور او دروازې نه لري، چې په ژمي كې له ستونزو سره مخ وي.
چارواكي په داسې حال كې د دغو ستونزو د حل ژمنه كوي، چې تراوسه په دې اړه هيڅ نه دي شوي .
