سیمه ییز خبرونه
د كندهار و ننگرهار په بندرونو كې د ولاړو يوشمېر توكو ماليه دې وبښل شي
د افغانستان د ملي متشبثينو مشورتي عالي بورد د ماليې له وزارت څخه وغوښتل، چې:
د هغو شاوخوا درې زره كانتينر سوداگريزو مالونو په اړه، چې د پاكستان د كراچۍ په بندر كې له درې مياشتو را پديخوا بند پاتې ول، د اقتصاد د عالي شورا پرېكړه ومني.
د اقتصاد عالي شورا دغه مالونه له ماليې معاف كړي ول، خو ماليې وزارت دا پرېكړه نه مني.
د افغانستان د ملي متشبثينو مشورتي عالي بورد غړى رحيم الدين وايي:
د پاكستان د كراچۍ په بندر كې شاوخوا درې زره كانتينر مالونه اوس هېواد ته را رسيدلي او د كندهار او ننگرهار په بندرونو كې ولاړ دي.
د نوموړي په وينا، په پاكستان كې له هر كانتينر څخه په ورځ كې پېنځه زره افغانۍ د تاجايي په توگه اخيستل كيدې؛ نو، ځكه د اقتصاد عالي شورا له ماليې وركولو معاف كړل.
دوى خبردارى وركړ، چې كه دا ستونزه ژر حل نه شي د چرگانو د غوښو او هگيو په گډون به ډېر مالونه له منځه ولاړ شي او سوداگرو ته به دروند مالي زيان واوړي.
د ماليې وزارت وياند وحيد الله توحيدي وايي:
د سوداگرۍ وزارت نه شي كولى، چې د څو كسانو د شخصي گټو لپاره د هېواد ملي گتې تر پښو لاندې كړي.
د يو شمېر څرذگندونو له مخې ويل كيږي، چې هر كال د افغانستان د ترانزيتي توكو په وړاندې د گاونډ هېوادونو د دوه گوني چلند له كبله افغانستان ته څه باندې ۶۰۰ ميليون دالر زيان اوړي.
