سیمه ییز خبرونه

د كندهار په ترافيكي پېښه كې ۵۵ كسانو ته مرگ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ميوند ولسوالۍ په خاك افغان سيمه كې د جمعې  په سهار(د غويى۶) يوه ترافيكي پېښه رامنځته شوه، په كې ۴۵ تنه مړه شوي او لس ټپيان دي.

د كندهار مرستيا ل والي عبدالقديم پتيا ل وايي:

يو درې سوه درې مسافر وړونكى موټر په نوموړې سيمه كې د سړك پر سر د يوه ټانكر موټر سره، چې څو ورځې مخكې سوزول شوى و او تر دې مهاله پر سړك ولاړ وو ټكر وكړ او اور يې واخست.

د پېښې قربانيان د ښځو او ماشومانو په گډون ۴۵ تنه دي، چې  ټول سوزيدلي او د پېږندنې كار يې له ځنډ سره مخ شوى دى.

د كندهار مرستيا ل والي عبدالقديم پتيا ل په دې پېښه سخته خواښيني وښوده چې له امله يې پنځه څلويښتو مسافرينو خپل ژوند له لاسه وركړ او لس تنه نور ټپيا ن شول .

د پېښې له ټپيانو څخه، چې دا مها ل د كندهار په ميرويس روغتون كې تر درملنې لاندې دي اووه تنه يې له درملنې وروسته بېرته خپلو كورونوته ستانه شوي او درې نور يې اوس هم په نوموړي روغتون كې تر درملنې لاندې دي.

دغه راز ويل كيږي، چې د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له يوې چاودنې روغ ووت.

نوموړی د میوند ولسوالۍ د ترافیکي پېښې له څېړنې وروسته بېرته کندهار ښار ته پر لار و، چې د ریموت کنترول بم چاودنه  پرې وشوه.

ولسمشر حامد كرزي په دې پېښه كې د زيات شمېر هېواد والو د مرگ و ژوبلې له كبله خپله ژوره خواخوږي څرگنده كړې او په هغه اعلاميه كې، چې په همدې اړه د ولسمشرۍ له ماڼۍ خپره شوې ؛ كورنيو چارو او ترانسپورت وزارتونو ته لارښوونه شوې، چې د پېښې د رامنځته كيدو په اړه پلټنې وكړي.

دا لمړى ځل ندى، چې د كابل -هرات د لويې لار په اوږدو كې د ترافيكي پېښو له كبله گڼ شمېر مسافرين ژوند له لاسه وركوي، بلكې د هېواد پر لويو لارو په وار وار بېگناه مسافرين د ښځو او ماشومانو په گډون د داسې پېښو قربانيان شوي، چې كچه يې د مايني چاودنو او نورو ورته پېښو څخه كمه نده.

Trending

Exit mobile version