تازه خبرونه
د كندهار په ۹ ناحيه كې ۱۱ تنه بريدگر نيول شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ملي امنيت وايي، په كندهار كې ۱۱ تنه داسې بريدگر نيول شوي، چې غوښتل يې د ولسمشرۍ د دوه يم پړاو په ټاكنو كې سيمه ييز ځانمرگي بريدونه وكړي.
د ملي امنيت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې:
دغو كسانو د كندهار په بېلابېلو سيمو كې فعاليت درلود او د كندهار ښار په نهمه ناحيه كې نيول شوى دى.
سرچينې په ډاگه كړې، چې نيول شويو كسانو پخپل جرم اعتراف كړى او ويلي يې دي، چې د پاكستان په كوټې او چمن ښارونو كې يې د ځانمرگو او ترهگريزو بريدونو زدكړه ترلاسه كړې ده.