سیمه ییز خبرونه
د كندهار ښاريان په ۲۴ ساعتونو كې يوازې ۴ ساعته برښنا لري
د کندهارښار يو شمېر اوسيدونكيو په ډاگه كړې، چې له دوى سره ژمنه شوې، چې د كجكي د برښنا پر بند د نوي توربين په درولو به دا ستونزه حل شي.په داسې حال كې، چې په ډېره سختۍ او تلفاتو دا توربين تر كجكې رسول شوى؛ خو اوس هم نه توربين نصب شوى او نه برښنا لرو.
دوى زياتوي، كندهار ښار په څيريشت ساعتونو كې يوازې څلورساعته برښنا لري.
دا كسان د انرژۍ په وزارت نيوكه كوي، چې په دې اړه يې خپلې ژمنې نه دي عملي كړي.
د كندهار د برښنا شركت مسوول سيد رسول هم مني، چې د برښنا په زياتولو كې پاتې راغلى؛ خو وايي، ښاريانو ته پخپل وخت برښنا رسيږي.
ښاغلى سيد رسول وايي، چې له كابله د وارداتي برښنا د رسولو په برخه كې لومړني كارونه پيل شوي؛ خو د جگړو او نورو لاملونو له كبله كله نا كله له كجكې څخه غزول شوې برښنا پرې كيږي.
کندهارښار دامهال دو څلوېښت ميگاواته برېښنا لري، چي دېرش يې د ډيزلي جنراتورونو او دولس نوره يې له کجکي بند څخه ترلاسه کيږي؛ خو کندهار تر سل ميگاواته زياتي انرژۍ ته اړتيالري.
په كندهار كې د خلكو ډېره نيوكه دا ده، چې مرستندويه ادارو او په ځانگړي توگه بهرنيو ځواكونو د دغه ښار ټوله برښنا د جنراتورونو په لگولو پوره كوله او په دې برخه كې يې بنسټيزه هڅه نه ده كړې.