سیمه ییز خبرونه
د كندوز ولايت د شېرخان بندرعوايد لږ شوي
د شېرخان بندرچارواكو په ډاگه كړې، چې د دغه بندرعوايد د تېركال په پرتله لږ شوي دي.
دوى زياتوي، چې د تېرو نهه مياشتو په بهير كې د څه نا څه درې زره سوداگريزو توكو په صادراتو او وارداتو كې لږ والى راغلى دى.
د دغه بندر له لارې د تجارتي توكو د ليږد راليږد د حجم لږوالي د دې بندرعوايد اغېزمن كړي دي.
د شېرخان بندر د گمركي عوايدو د پلټنې عمومي مدير عبدالستار حسن پور وويل:
په تېرو۹ مياشتو كې د دې بندرعوايد ۶۴۷ ميليون دارو ته رسيږي. په داسې حال كې ، چې د تېر كال په همدې موده كې مو عوايد يو ميليارد و نهه ميليون افغانيو ته رسيدل.
د حسن پورپه وينا:
د شېرخان بندراو كندوز تر منځ په لارو كې امنيتي ستونزو د سوداگريزو توكو ليږد راليږد لږ كړى او دې كار مو عوايدو ته زيان رسولى دى.
نوموړى وايي:
داسمه ده، چې موږ د عوايدو كسر درلود؛ خو د امنيتي ستونزو په اړه ډاډمن شوي نه يو. زموږ سوداگر په شېرخان بندر كې له بشپړ ډاډ څخه برخه من دي؛ خو له چارواكو غواړو ، چې د لارو په اوږدو كې امنيتي پوستې جوړې كړي. له دې سره به د گمركي كاركوونكيو او سوداگرو امنيتي اندېښنې هم ليرې شي.
امنيتي چارواكو وايي:
د دغې لارې په اوږدو كې امنيت ډاډمن دى او د ناامنۍ اندېښنه نه شته.
د كندوز ولايت د پوليسو وياند سيد سرور حسيني وايي:
څو مياشتې وړاندې د دې لارې په اوږدو كې د تښتونې درې پېښې رامنځته شوې وې؛ خو اوس امنيت ډاډمن شوى او د عامه نظم پوليسو نوې امنيتي پوستې جوړې كړې دي. په بشپړ ډاډ ويلى شو، چې د دې لارې په اوږدو كې به د ناامنۍ نورې پېښې رامنځته نشي.
شېرخان بندر يوه ترانزيتي لاره لري، چې افغانستان له همدې لارې د مركزي اسيا له هېوادونو سره تړي.