سیمه ییز خبرونه
د كندوز ولايت د شېرخان بندر عوايد د تېركال په پرتله زيات شوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د شيرخان بندر چارواكي وايي، چې له څه مودې را پديخوا د ټې ټو په نوم پروگرام پلې شوى، چې له كبله يې د شېر خان بندر عوايد د تېر كال په پرتله د پام وړ زيات شوي دي.
د كندز گمرك رييس شهاب الدین باور ټينگار كوي، چې له اداري فساد سره جدي مبارزه شوې؛ نو په عوايد كې زياتوالى راغلى دى.
د دغې ادارې د يو رپوټ په خپرولو ښكاره كړې، چې د تېر كال د همدغه وخت په پرتله سږ كال عوايد نهويشت اعشاريه پېنځه سلنه زيات شوي دي.
د شير خان بندر يو شمير سوداگر وايي، چې د ټې ټو په نوم د پروگرام پلې كولو سوداگرو ته په داري چارو كې ډېرې آسانتياوې را منځته كړي دي.
شېرخان بندر د هېواد په شمال ختيځ كې يو له مهمو بندرونو څخه شمېرل كيږي، چې د سوداگريزو توكو سلگونه لارۍ هره ورځ له دې لارې افغانستان ته راځې او افغان دولت له دې كبله ميليونونه افغانۍ تر لاسه كوي.